دافغانستان د سرتاسري بحران دنجات لاره
لیکونکي : دکتور طاوس وردک لیکونکي : دکتور طاوس وردک

 
لندن ۱۶ نوامبر ۲۰۱۳
بحران څه ته واي او افغانستان دکوم بحران سره مخامخ دی؟
دیوه هیواد په اجتماعي ، کلتوري ، سیاسي ، اقتصادي، نظامی ، مذهبي ، قومي، مناسباتوکې د داخلي او خارجي دشمنانو څرګندې لاس وهنې او هراړخیزه مداخلو ته او همدا رنګه د حکومت بیسیواده او خود فروخته او خودکش او بیګانه پروره وزیرانو - والیانو او ولسوالانو او یو تعداد قوماندانانو او جنرالانو شتون په هیواد کې دننه ته  بحران وايي ، دغو بحران زموږ دهر هموطن به تفکر - ماغزو - وجود - ژوندانه -او اجتماعي ژوند او مناسباتو ډیر منفي او روحي  اثر کړۍ چې د له منځه وړلو له پاره ېې یوه ډیر(( پیاوړي ،تحصیل یافته ، باتجربه ، کارازموده ، وطنپرسته ، بیدون له تعصبه ، هم دیګر پذیره ، پاک ، او د یوه داسې ټیم سره چې هلته د ټولو سیاسي احزابو نمایندګان - تحصیل یافته -متخصص کسان چې دپاکۍ او وطن پرستۍ مخصوصا په دغو ۱۲ کلن خونین کشمار او وینه توییدونکي ناورین کې ښکیل کسان نه وي کسانو نه ټیم جوړ او کار اهل د کار ته وسپاري  )) او ددغو بحران د ختمیدو لاره به تعقیب او له یوې  دورې ریاست جمهوری وروسته به دیوه نوي سیاسي پاک سیستم تهداب کیژدي اومیسر کیدلای شي .
کوم بحران زموږ خلک ځوروي او خفه کوي :
- د افغانستان خلع سلاح ( تنظیمی - سمتي - قومي - اجیر - غیر ملي ) وسله وال پوځ ، او عدم اکمال ېې په ثقیله وسلو او کدرونو .
- وسله والې ډلې ټپلې( حکمتیار-حقانی -ملاعمر)او ددوی هره ورځ حملات په کلیواو بانډو باندې - انتحاریان .
- بیکاري .
- اداري فساد - رشوت - غلاوې - کډنپول - دښځو په وړاندې خشونت .
- تهدید او د زورواکانو ( توپک سالارانو ) سره غیر قانونی وسلې .
- بیسیوادي او د ملانو او روحانیونو بې تفاوتي .
-هیرویین - تریاک اوچرس او دهغو ترافیکنګ .
- داخلي او خارجي مافیا .
- د پاکستان - ایران - عربستان سعودی او قطر همیشنۍ لاس وهنې او هراړخیزه مداخلات زموږ په داخلي او خارجي مناسباتو کې .
- دغرب په راس کې ېې امریکا او انګلستان او ددوی دوه مخۍ سیاست ، او بې تفاوتي او ددشمنانو سره هر اړخیزه مناسبات .
- د ښځو په وړاندې د ډیر شدید او نه بښونکي خشونت نه استفاده کول اوپه اداراتو کې ونډه نه ورکول .  
د افغانستان خلکو مخصوصا ځوان نسل ( نارینه او ښځینه وو ته ) په کار ده چې د ۳۵ کلن خونین کورني جنګ نه چې زموږ د دشمنانو له خوانه زموږ په عامو خلکو تحمیل شوو او تر ننه پورې په ټول خاینانه او رزیلانه شدت او توطیو سره ادامه لرې د افغانستان د راتلونکي ریس جمهور د ټاکلو له پاره ځانونه داسې اماده کړي چې د ۱۰۰ یا ۲۰۰ ډالرو په بدل کې خپلې رايي خرڅې نه کړي او بیا داسې ( فاسدو- رشوتخورو - غلو - مزدورو - د پاکستان ، ایران ، عربانو ) نوکرانو او اجنټانو ته رایه ور نه کړۍ چې بیا دتاسې په وینو ځانونه نورهم ماړه او ملیاردران نه کړي ، بلکه دغه چانس چې تاسې ته میسر شوۍ د لاسه ور نه کړۍ او خپله رایه هغو چا ته چې دغه لاندې صفات ولري ورکړۍ .
- اقلا دکتورا یا فروفیسري ولري .
- اقلا د وزارت او ریاست او ولایت تجربې ولري.
- په سیاست او اقتصاد کې تخصص او تحصیلات ولري.
- لاسونه ېې په رشوت او دخلکو په وینو ککړ نه وي .
- د هیرویینو ، تریاکو ، چرسو ، او وسلو په ترافیکنګ کې ګډون ونه لري.
- په پشتو - دري - انګریزي - او نورو ژبو روانې خبري وکړۍ شي.
- هیڅ ډول ایدیالوژیکي ، لساني ، سمتي ، قومي ، مذهبي تعصبات ونه لري.
- کار اهل د کار ته وسپاري ( ترکاني د بیزوکار نه دی) حکومت داري د ملانو -روحانیونو او طالبانو کار نه دی .
- یو داسې مسلمان وي چې ترقی پسنده - کلتور پسنده - بافرهنګه - او دښځو د مساوي حقوقو طرفدار وي، او په اکثریت وزارتو کې زیادتره ونډه ښځو ته ورکړل شي لکه ( وزارت صحت عامه  مخابرانو - بانکو - خفیفه صنایعو وزارت کې - دښځو په وزارت کې - د طلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې - په هوټلونو او رستورانونو کې ، په ترانسپورت او وزارت دفاع - داخله - امنیت ملي کې د ښځو ونډه ډیره زیاته وي .
ډیره اساي او مهمه خبره داده چې د بحران دمواداتو د ختمولو له پاره د یوې پراخ بنسټه صلحې له پاره یو داسې مکانیزم جوړ کړې چې هلته په لومړي قدم کې د افغانستان د وسله وال پوځ دسره جوړیدو ته خاصه پاملرنه وشې او دغه وسله وال پوځ د دوه کلنې مکلفیت دورې په تیریدو سره دهر یو ځوان چې ۱۸ کاله عمر ېې پوره کړې وي داوطلبانه او د ملي مقدساتو - ملي یووالي - ملي وحدت او ملي استقلال او ارضی تمامیت په نظر کې نیولو سره بیدون له تفریق یا تمایز یا امتیاز نه هر هغه څوک چې افغانی طابعیت لري دوه کلنه دوره تیره کړې او مزیتونه ېې ما مخکي محترم اشرف غني احمد زي ته لیکلي وو ، دلته صرف غواړم یو شۍ زیاد کړم چې که ۴۵۰۰۰۰ وسله وال پوځ سربازانو ته صرف د میاشتې ۵۰۰ افغانی معاش د جیب خرچ په نامه ورکړل شې او نور ۹۵۰۰ افغانۍ سپما شي نو د افغانستان بودجې ته تقریبا(( ۷۳۷۰۶۸۹۶)) ملیونه ډالره هره میاشت سپما کیژي چې حد اقل د دوو یادریو کالو سپما سره به یو لوی دبرق بند د کوکچې د سیند د پاسه، په پنجشیر کې - په ۱۸ نهر دمزار شریف کې  جوړ کړۍ ،ددې تر څنګ باید خارجي مشاورین دیوه سره رخصت کړۍ چې هم دتفرقه اچونې او هم د پیسو د فوران خبره او هم داجیر سرباز - او هم د تنظیمی - جهادی سرباز او سمتی او قومی سرباز خبره ورکه شي نو به موږ یو ملي وسله وال پوځ ولرو لکه نن ېې چې نه لرو هم حل شي زموږ افسران نن دهر ډول تربیتی او تحصیلی زده کړو توان لري د زیاتې یادونې وړ بولم چې دغه پوځ باید په توپداره هلیکوپترو - ترانسپورتي هلیکوپترو - او جنګي جت طیارو سمبال شي ، غرب یا امریکا هر هغه څه چې موږ  لرل دخپلو اهدافو قربانی کړل او خلع سلاح وسله وال پوځ ېې در ته په میراث پریښوو چې مسولیتونه د چا په غاړه وو یا دی دلته ېې نه یادوم ځکه هر څوک ور باندې پوهیژي ،خو دومره وایم چې دنوی حکومت زعامت په ټول مسولیت باید دغه وسله واأ پوځ تجهیز کا تر څو دشمنان صلحې ته مجبور شې ، تر څو په دشمن فشار را نه شي صلحې ته غاړه نه ایږدي - او هغه دشمنان چې دبهر نه را لیږل کیژي په هوايي او راکتي ضرباتو له منځه لاړ شي ، سوال پیدا کیژی چې ددې له پاره پیسې او کدرونه له کومه کیژي ؟؟ 
 موږ دواړه پریمانه لرو (( پیسې باید له قیمتي ډبرو نه تمویل کړو - دهیرویینو او تریاکو او چرسو نه ېې تمویل کړو - او دیورانیمو نه ېې تمویل کړو او هغه پورته صرفه جوېې چې ما درته ذکر کړه تمویل کړو ، او کدرونه باید لکه وړاندې چې ما ولیکل تعصبات او ایدیالوژیکي مخالفتونه باید یوې خواته پریږدو ، پروني کادرونه بیرته را جذب کړو هغه چې د فیزیکی حالت نه برخورداره دي د قوماندانیت او رهبری وظایف ورته وسپارو او هغه چې لږ زاړه شوې د تعلیم او تربې ( معلمۍ ) وظایف او په دفاترو کې ورته وظایف ور وسپارو ))،که دغه مکانیزم جوړ شوو ، د دولتی ادارو مکانیزم دیوه قوی ټیم سره چې ما مخ کې ورته اشاره وکړه جوړ شوۍ او ترتیب شوۍ نو اوس خبره ېاتې ده ملانو - روحانیونو او طالبانو ته ، ددوی نه یوه سر تاسرې لویه شورا چې تحصیل کرده - با تجربه - وطن پرستان - او د افغانستان دترقی او ارامی طرفداران وي پکې را غونډ کړۍ او دهر ولسوال - والي - وزیر تر څنګ ېې د مشاور په حیث وګمارۍ او ورنه داسې استفاده وکړۍ چې هم ددوی اقتصادی مشکلات مرفوع وي او هم د ارامۍ - تفیش او کنترول دنده ددوی په غاړه وې اوس خبره رسیژی پای ته چې ایا دغه ټول کارونه څوک کولای شياو بحران ته د پای ټکۍ ایشودلای شي  ؟؟؟
دغه پورته کارونه که هر هغه څوک چې ریس جمهور کیژي باید حل کا تر څو هغه سرتاسري بحران چې زموږ وطن ورسره مخامخ دی حل کا او بیدون له حل کولو د پورتنیو مشکلاتو د افغانستان سر تاسرې بحران پای ته نه رسیژي ، او بیا وایم چې دغه کارونه په بکرو - نویو - متخصصو - تحصیلکرده - او پاکو خلکو چې د هیچا نه او هیڅ ډول دشمن څخه ویره ونه لرې میسر کیدلای شي او بس او زه فکرکوم چې یوازنۍ سړي به ددي کار له پاره محترم اشرف غني احمد زۍ او دده تحصیل کرده متخصص ټیم وي .





November 15th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي